Banner

دپکتياولايت فرهنګيان دځاى نشتوالي څخه سرټکوي

20.01.2009 08:13 دپكتيا په ولايت كې په فرهنګي چاروبوخت ځوانان واېي چې په دې ولايت کې ځوانان له ډول ډول ستونزوسره مخ دي.
دوى وايي چې نه دولت او نه هم كومې مؤسسې له دوى سره مرسته كړې ده.
اوس مهال دپکتياپه ولايت کې ١٣ فرهنګي ټولنې فعالې دي چې۷ ېې په مركز اونورې ېې په ولسواليو كې دي.
دپكتياولايت ادبي ټولنې مشر خوګمن ځاځي په دې اړه روزخبري آژانس ته وويل :((ډيرى ادبي ټولنې په جمعه کې يوځل دکره کتنې غونډې کوي اوفرهنګي برخه کې دپرتوستونزودحل لارې چارې لټوي.))
نوموړي زياته کړه،زموږ يوازينۍ ستونزه دتالارنشتوالى دى.
د اوښتون په نوم يوې بلې كلتوري ټولنې غړي احسان الله مهجور نوري هم له شته ستونزوسرټکوي اووايي چې کله څوک يوه يادوې ګڼې چاپ کړي،نووروسته يې پيسې خلاصې اوڅوک ورسره مرسته هم نه کوي.
قدرت الله دپکتياولايت يوبل فرهنګي دى نوموړى هم په دې ولايت کې له شته ستونزوسرټکوي اووايي چې دې ولايت کې مطبعه نشته اوکله چې کومه مجله ياجريده خپروو،اړيوچې کابل اوياهم پاکستان ته لاړشو.
خوداچې په دې ولايت کې فرهنګيان نورڅه کارونه ترسره کوي اوآيادولت ته هم مشورې ورکوي اوکه نه په دې اړه دزرمت ادبي بهيرمشر شيرالله مراد،وايي چې دوى کله ناکله دولتي مسؤلينوپه تيره بياداطلاعاتواوکلتور رياست ته مشورې هم ورکوي.
په دې اړه دپکتياولايت فرهنګي چاروسلاکار فضل مولا لټون روز خبري آژانس ته وويل چې موږ په وار وارفرهنګي ټولنوته دا ويلي چې ټول په ګډه يوه ټولنه جوړه كړى ترڅو موږ ورسره مرسته وكړو،ځكه له هرې ټولنې سره بيلې بيلې مرستې نه شو كولى.
دغه رازدپکتياولايت اطلاعاتو اوكلتور رئيس محمد شفا مشفق وويل چې موږ دفرهنګيانوله پاره وركشاپونه جوړ كړي او دكلتوري چارو دښه پرمختګ له پاره مولار ښوونې كړې دي.
نوموړي زياته كړه چې دغونډو لپاره مو دتالار غوښتنه كړې او داستونزه به هم په نږدې راتلوونکې کې حل شي.